تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: طالب مشران د لنډ مهاله اوربند په اړه سره سلا شوي
طالبانو ته یوه نږدې سرچینه وايي، چې طالب مشران د یو لنډمهالي اوربند د ټینګښت په اړه سره هوکړې ته رسېدلي دي.
سرچینه زیاتوي، په څو ورځو کې به د طالبانو او امریکا تر منځه د سولې د هوکړې نېټه هم روښانه شي او دواړه لوري به د افغانانو تر منځ د مذاکراتو په پیل هم سره وغږېږي.
له بل لوري، د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه راپور کې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راوستی چې، په هغو کې به په راتلوونکي زیږدیز کال کې هم جګړه روانه وي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سولې مطالعاتو مرکز رییس، خلیل صافی
د سیاسي چارو کارپوه، جمال ناصر اصولي
سیاسي فعال، شهزاده مسعود