تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: له نشه يي ضد مبارزې لپاره د امریکا ۹میلیارډ ډالره لګښت
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی یا سیګر وايي چې امریکا په افغانستان کې، د تېرو ۱۷ کلونو په لړ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې کابو ۹ مېلیارده ډالر لګولي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان سپکو د امریکا کانګرس ته لیکلي چې، لا هم د دغه هېواد په صادراتي توکو کې تر هر بل هغه نشه يي توکي لوړه بیه لري.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
• د مشرانو جرګې غړی، هاشم الکوزی
• د سیاسي چارو کارپوه، خالد خالد
• د ارزګان ولایتي شورا خوانی رییس، امان الله هوتکي
• ازاد خبریال، احمدولي سرحدي