تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: پر امریکايي پوځي اډو د طالبانو بریدونه
په هلمند کې د بسشن پوځي اډه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه مهمه اډه ده؛ نیویارک ټایمز د ځينو امریکايي چارواکو له خولې د جولای میاشتې په وروستیو کې د طالبانو له لوري پر دغې اډې د څو توغندیو د توغولو په په هکله رپوټ خپور کړی دی.
د دغه رپوټ له مخې د بسشن اډې په اتیا کیلومټرۍ کې پر یوې بلې هوايي اډې چې بهرني ځواکونه په هلمند کې ترې کار اخلي؛ هم د طالبانو له لوري توغندي توغول شوي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان له خپلو مېلمنو سره په دې اړه بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ساسي چارو شنوونکی، نور احمد
د پوځي چارو شنوونکی، جنرال طاهر یرغل
ازاد خبریال، سمیع یوسفزی