Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې پر ایران د سعودي عربستان نیوکې

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سعودي عربستان پاچا په خپلې لومړنۍ وینا کې يې پر خپل سیمه ییز سیال ایران نیوکې وکړې.

 سلمان بن عبدالعزیز وویل:«په تېرو لسییزو کې، سعودي عربستان د سولې لپاره ایران ته مخه کړې؛ خو دغه هڅې بې پایلې وې. عربستان د ایران د څو ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواکو کوربه وو چې، د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي لپاره لارې جوړې شي. موږ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړۍوالو له هڅو ملاتړ کوو، خو نړۍوالې ټولنې په وار وار ولیدل چې د ایران رژیم د ترهګریزو شبکو او له هغو څنګه ګټنه وکړه.»

د سعودي عربستان پاچا وايي، ایران هڅې کوي چې اټومي وسلې جوړې کړي او همداراز یې د دغه هېواد توغندیز پروګرامونه او د نورو هېواودنو په کورنیو چارو کې لاسوهنې هم وغندلې.

هغه زیاته کړه:«د ایران له رژیم سره زموږ تجربې راوښوده چې، د تسامح حل لارې د نړۍوالې سولې او ټیکاو پر وړاندې د ایران ګواښونه راکم نه کړل. یوازې یوه جامع حل لاره او یو غښتلی نړۍوال دريځ کولی شي د ټولیزې وژنې لپاره د وسلو د تولید مخه ډب کړي.»

خو ایران د سعودي عربستان څرګندونې د داعش لپاره الهام بښوونکې بولي او زیاته کړې یې ده چې، دغه هیواد قحطي د جګړې یو اسلوب بولي او په یمن کې یې دغه اسلوب کارولی دی؛ خو بیا هم ریاض له تهران سره خبرو ته رابولي.

خو ایران د سعودي عربستان څرګندونې د داعش لپاره الهام بښوونکې بولي

شریک یي کړئ