کرملېن ماڼۍ وايي چې د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین یکشنبې(د تلې په ۶مه نېټه) د ارمنستان له لومړي وزیر، نیکول پاشینیان سره د ټلفون له لارې خبرو کې د ارمستاني او اذربایجاني ځواکونو وروستۍ نښتې په تړاو چې جنجالي قره باغ سیمه کې شوې، اندېښنه ښودلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې پوتین قره باغ سیمه کې د پوځي عملیاتو دوام په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دا عملیات باید ودریږي.
یاده سیمه کې ۱۶ تنه چې ملکي او پوځيان دي، وژل شوي دي.
د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ قره باغ جنجالي سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې له ۲۰۱۶ زیږدیز کاله وروسته پیل شوې.
ارمنستان د اذربایجان ځمکو په غضب تورن دی. دغه هېواد د نارینه وو غوښتي دي چې جګړې ته چمو ووسي.
خو اذربایجان بیا ناګورنو قره باغ سیمه د دغه هېواد برخه بولي او د پوځ سمبالښت غوښتنه یې کړي. دغه هېواد ګواښ کړی چې وروسته له ۳۰ کلونو به یاده سیمه ونیسي.
د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د جګړې له پیله اندېښنه څرګنده کړې او ایران بیا ویلي دي چې روسیه دې منځګړتوب وکړي.
روسیه چې تر ډېره د ارمنستان پلوی هېواد دی، د اوربند غوښتنه کړې، خو ترکیه بیا د اذربایجان پلوی هېواد دی.
د راپورنو له مخې ایران هم دواړه چې له دواړو هېوادونو سره ګډه پوله لري، ښکېل لوري اوبند ته هڅولي او د منځګړتوب وړاندیز یې کړی دی.
د نړۍ د کاتولیکو مشر هم چې ارمنستان کې ډېر پلویان لري، له دواړو هېوادونو د جګړې نه کول غوښتي.
ناګورنو قره باغ د اذربایجان یوه برخه بلل کیږي چې وګړي یې ارمني دي، دغه سیمه په ۱۹۹۱ کې له اذربایجانه بېله شوه، خو له هغې مودې تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ نښتې شوې دي.