اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره باغ سیمه کې د جګړې پای په موخه سره اوربند وکړ.
د شوې هوکړې له مخې د نګورنو قره باغ هغه برخې چې په دې وروستیو کې اذربایجان نیولي، د دغه هېواد په واک کې به پاتې کيږي او ارمنستان به هم له ځینو برخو خپل سرتېري اوباسي.
که څه هم چې دا کار په اذربایجان کې د خلکو له هرکلي سره مخامخ شوی دی، خو ارمنستان کې خلکو پرې اعتراض کړی او پر حکومت یې نیوکې کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ارمنستان لومړي وزیر، نیکول پاشینیان ویلي دي چې په دې تړاو به راتلونکو ورځو کې وینا هم وکړي.
نګورنو قره باغ د اذربایجان برخه بلل کیږي چې وګړي یې ارمني دي، دغه سیمه په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي پرزېدو سره له اذربایجانه جلا شوه.