Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د یوه امریکايي خبریال وژنې تورن ازادېدو په تړاو غبرګون

امریکا متحده ایالات وايي چې د پاکستان د سترې محکمې پرېکړې نه په غصه دي چې له مخې یې د امریکايي خبریال وژنه کې تورن کس ازاد کړی شو.

د پاکستان سترې محکمې تېره ورځ حکم وکړ چې"احمد عمر سعید شیخ" د وال ستریت ژورنا د خبریال "دنیل پیرل" په وژنه تورن و، له بنده ازاد شي.

سپینه ماڼۍ وايي په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د دغه خبریال سر پرې کول نړۍ ولړزوله او د پاکستان د محکمې پرېکړه دغه هېواد او نړۍ کې د ترهګرۍ قربانیانو ته سپکاوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د محکمې د دغې پرېکړې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن د بيرل کورنۍ او عدالت تامین ته ژمن دی.

"دنیل پیرل" څېړونکی خبریال و او امریکا کې د سپټمبر له یوولسمې نېټې وروسته یې پاکستان کې د ترهګرو ډلو په تړاو څېړنه کوله چې وتښتول شو او وروسته ووژل شو.

د پيرل د سر پر کولو ویډیو د هغه له ورکېدو څو اوونۍ وروسته خپره شوه.

خو اوس د هغه د وژنې اصلي تورن او ملګري یې د پاکستان د محکمې لخوا ازاد شول.

سپینه ماڼۍ وايي په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د دغه خبریال سر پرې کول نړۍ ولړزوله

شریک یي کړئ