د امریکا متحده ایالاتو سنا د پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د استیضاح بهیر بیا پیلوي.
ټاکل شوې ده چې دغه بهیر سبا(سې شنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) د امریکا په وخت پیل شي.
د امریکا سنا ډموکراټ او جمهوري غوښتونکي غړي به پرېکړه وکړي چې ټرمپ له تورنو تبرئه کړي او که سزا ورکړي.
پخوانی ولسمشر، ټرمپ تورن دی چې د تېر نومبر میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو نه منلو سره یې خپل پلویان پر کانګرس د برید لپاره وهڅول.
د امریکا پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید پایله کې ۵ تنه مړه شول او سلګونه نور ټپيان شول.
ډونالډ ټرمپ او یو شمېر جمهوري غوښتونکي دا تورونه بې بنسټه بولي دا چې د ټرمپ او ولسمشر نه دی، نو استیضاح یې قانوني نه بولي.