Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندونیزیا کې د اوغورځونې غره اورشيندل پیل کړي

په اندونیزیا کې د "سینابونګ" غره اورغورځونه فعاله شوې ده چې له کبله یې درې کیلومټره ګرمې ایرې په سیمه کې شیندل شوې دي.

د دغه هېواد د چارواکو په خبره د اورغورځونې له کبله چا ته زیان نه دی اوښتی.

چارواکو په سیمه کې له غوښتنه کړې چې د اورغورځونې غره درې کیلو مترۍ ته نېږدي نشي او دغه واټن ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې ددغه اور غورځونکي غره فعالیت د تېر کال اګست میاشتې راهیسي زیات شوی دی.

ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې چې هوا کې د سپینو اېرو پورته کېدو له کبله خلک په وېره کې دي.

اندونیزا د ۱۳۰ فعالو اورغورځونو سره د "ارام اقیانوس اور کړۍ" کې دی.

دغه هېواد کې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال راهیسي د څو لویو اورغورځونکو د اورشیندلو شاهد و.

د چارواکو په خبره د اورغورځونې له کبله ګرمې اېرې تر درې کېلومترۍ پورې شیندل شوې دي

شریک یي کړئ