سویډن کې یو افغان چې ویل کیږي د اوو کسانو د وژلو هوډ یې درلود، نیول شوی دی.
نیول شوی کس ۲۲ کلن دی او وروسته له هغې نیول شوی چې ویتلاندا ښار کې یې ۷ کسان په چړې ټپيان کړل او وروسته خپله د پولیسو لخوا ټپي شو.
پولیس وايي چې د درېیو ټپیانو حالت نازک دی.
د ویتاندا سیمې د پولیسو قومندان، یوناس لیندل ویلي:«ټول قربانیان د وتیلاندا دي او ټول اووه کسان سړي دي. دوی له ۳۶ تر ۷۶ کالو عمر لري. د مالوماتو له مخې بریدکوونکی او قربانیان سره کومه اړیکه نلري.»
د ویتلاندا ښاروال، هنریک توارنو څرګنده کړې چې د سیمې خلک له دغې پېښې په وېره کې شوې دي:«دا یو بد خوب دی. له ټولو ډېر د قربانیانو کورنیو ته سخته ده، خو د ټولو لپاره سخته پېښه ده.»
له پېښې څو ساعته وروسته سویډني رسنیو راپور ورکړی چې بریدګر یو افغان کډوال دی چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د وړو جرمونو له کبله د پولیسو لخوا پېژندل شوی و.
خو امنیتي چارواکي تر اوسه په باور نه دي چې دا برید دي ترهګریز وي.
د سویډن د کورنیو چارو وزیر، میکائیل دمبرګ ویلي دي:«دا عجیبه نه ده چې داسې وحشتناکه پېښې کېږي، نو اړیکه یې له ترهګرۍ سره څېړل کیږي، ځکه موږ نورو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه لیدلي دي. پولیس فکر کوي د ترهګرۍ انګیزې احتمال یې باید وڅېړل شي.»
د سویډن لومړي وزیر، سټیفن لوفن دا پېښه غندلې ده.