امریکا متحده ایالاتو پر ایران تور لګولی چې په سوریې، عراق او یمن کې یې بشري حقونه نقض کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نړۍ کې د بشري حقونو حالت په تړاو خپل کلني راپور کې وايي ایران په ۲۰۲۰ کال کې د خپلو خلکو ترڅنګ د نورو هېوادونو د وګړو بشري حقونو تر پښو لاندې کړي دي.
دغه راپور کې راغلي چې ایران سوریې کې د بشار الاسد پوځي حکومت او حزب الله د ځواکونو، عراق کې پوځي ډلو او یمن کې د حوثیانو ملاتړ سره بشري حقونه نقض کړي دي.
امریکا همداراز تور لګوي چې د ایران حکومت د سپاه پاسدارانو په مرسته د بشارالاسد له حکومته ملاتړ او د جګړې د اوږدېدو لامل کیږي.
یاد وزارت څرګنده کړې ایران سوریې ته د عراق، افغانستان او پاکستاني شیعه وګړي لیږي چې دغه کار جګړه اوږده کړې او د زرګونو ملکي سوریانو د وژل کېدو لامل شوی.