په بیت المقدس کې څه باندې ۲۰۰ فلسطینیان له اسرایلي ځواکونو سره په نښته کې ټپیان شوي دي.
د اسرایل پولیس او نور ځواکونه د جمعې پر ماښام له زرګونو فلسطیني لمونځ کوونکو سره په شدیده نښته کې د بیت المقدس په ختیځ کې حرم شریف ته ننوتلي دي.
د اسرایل رسنیو د نښتې له ځایه په ژوندۍ بڼه نشراتو کې وايي چې د هېواد پوځيان یې د فلسطینیانو د یوه ستر شمېر د خورولو لپاره چې د اسرایل پر ضد او د فلسطیني وسله والو سازمانو په ملاتړ یې شاعرونه ورکوي، د عمر او الاقصی جوماتونو ته ننوتلي دي.
د جمعې پر ماښام په سلګونه فلسطینیانو په بیت المقدس کې د دغې پرېکړې په غبرګون کې په اعتراض لاس پورې کړ او له اسرایلي ځواکونو سره ښکېل شول.
فلسطیني لمونځ کوونکي طارق دعوه وویل:«هغوی په مسلمانو لمونځ کوونکو پر لور بم اچوي. هغوی دغه ټول کارونه د مسجد الاقصی د تشولو لپاره کوي. هغوی دغه ټول کارونه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د یهودي مېشتو ښارکوټي ته د ننوتلو لپاره کوي.»
د بیت المقدس په ختیځ کې د وضعیت له خرابېدو سره هم مهاله، اروپايي هېوادونو په یوې بیانیه کې د فلسطینیانو په ښکېلاک شویو برخو کې د یهودي مېشتو د ښارکوټو پراختیا غندلې ده.