هند نن (پنجشنبه د غبرګولي په ۱۳ مه) تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا نوې شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې، ۱۳۴ زره او ۱۵۴ نور کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۲۸۸۷ کسان مړه شوي.
د هند روغتیا وزارت په وینا، دې هېواد کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر ۲۸ اعشاریه ۴ میلیونه ته پورته شوی او د کورونا له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۳۳۷ زره او ۹۸۹ تنه شو.
د هند حکومت وایي، په کور دننه د کورونا ضد تولیدونکي واکسینو کمپنۍ ورسره موافقه کړې، چې د ۲۰۵ اعشاریه ۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت به، درې میلیونه ډوزه واکسین ورته برابروي.
د هند د روغتیا وزارت په وینا، هند کې د کورونا ضد کورنیو واکسینو ازمېښت په درېیم پړاو کې دی او راتلونکې میاشت به واکسین برابر کړي.
پرون چهارشنبه هم، هند د تېرو ۲۴ ساعتونو د کورونا شمېرې خپرې کړې وې، چې پر بنسټ یې، پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳۲ زره ۷۸۸ تنه وو او په همدې موده کې د کورونا له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۳۲۰۷ تنه وو.