Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فیلېپين له هنده توغندويي تجهیزات پېري

د فیلېپين دفاع وزیر ویلي دي چې له هند سره یې د بېړۍ د ضد توغندويي سیسټم پېرل د ۳۷۵ مېلیونو ډالرو په ارزښت وروستي کړي دي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونه پياوړي کړي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه توغندويي تجهیزات له هند سره د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو د مډرن کولو لپاره د پنځه کلن تړون یوه برخه ده.

ویل کېږي چې دغه تړون په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو، خو دغه تړون د بودیجې د کمښت او کورونا وبا د خپرېدو له امله وځنډېد.

دغه تړون چې د څه باندې پنځه مېلیارد ډالرو په ارزښت دی، اوس د پای پړاو کې دی. د دغه پروګرام پر بنسټ، له دویمې نړۍوالې جګړې څخه پاتې بېړۍ او چورلکې چې د ویتنام په جګړه کې د امریکا له خوا استفاده کېدې، خپل ځای نویو او پرمختللو تجهیزاتو ته ورکوي.

د فیلېپين دفاع وزیر دلفین لورنزانا د جمعې په ورځ په خپل فېسبوک پاڼه ویلي دي د هغه تړون پر بنسټ چې د هند له دولت سره یې خبرې اترې شوې دي، دغه هېواد به فیلېپين ته د پوځي درنو تجهیزاتو او لوجېستکي ملاتړ خدمتونه هم وړاندې کړي.

بلخوا د بېړۍ ضد دغه سیسټم موخه د دغه هېواد  سمندر کې سوداګریزې او انحصاري سیمې په ۲۰۰ مایلي کې د بهرنیو بېړیو د یرغل مخنیوی دی. 

فیلېپين له هنده توغندويي تجهیزات پېري

د بېړۍ ضد دغه سیسټم موخه د دغه هېواد  سمندر کې سوداګریزې او انحصاري سیمې په ۲۰۰ مایلي کې د بهرنیو بېړیو د یرغل مخنیوی دی.

Thumbnail

د فیلېپين دفاع وزیر ویلي دي چې له هند سره یې د بېړۍ د ضد توغندويي سیسټم پېرل د ۳۷۵ مېلیونو ډالرو په ارزښت وروستي کړي دي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونه پياوړي کړي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه توغندويي تجهیزات له هند سره د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو د مډرن کولو لپاره د پنځه کلن تړون یوه برخه ده.

ویل کېږي چې دغه تړون په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو، خو دغه تړون د بودیجې د کمښت او کورونا وبا د خپرېدو له امله وځنډېد.

دغه تړون چې د څه باندې پنځه مېلیارد ډالرو په ارزښت دی، اوس د پای پړاو کې دی. د دغه پروګرام پر بنسټ، له دویمې نړۍوالې جګړې څخه پاتې بېړۍ او چورلکې چې د ویتنام په جګړه کې د امریکا له خوا استفاده کېدې، خپل ځای نویو او پرمختللو تجهیزاتو ته ورکوي.

د فیلېپين دفاع وزیر دلفین لورنزانا د جمعې په ورځ په خپل فېسبوک پاڼه ویلي دي د هغه تړون پر بنسټ چې د هند له دولت سره یې خبرې اترې شوې دي، دغه هېواد به فیلېپين ته د پوځي درنو تجهیزاتو او لوجېستکي ملاتړ خدمتونه هم وړاندې کړي.

بلخوا د بېړۍ ضد دغه سیسټم موخه د دغه هېواد  سمندر کې سوداګریزې او انحصاري سیمې په ۲۰۰ مایلي کې د بهرنیو بېړیو د یرغل مخنیوی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه