د اسټرالیا پولیس وايي درې کسان یې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو په تور ویکتوریا ایالت کې نیولي دي او په دې سره د درې لویو ترهګریزو بریدونو مخنیوی شوی دی.
دوی وايي یاد کسان د داعش ډلې لخوا هڅول شوي وو تر څو په ویکتوریا ښار کې بریدونه ترسره کړي.
د پولیسو په وینا نیول شوي کسان په اصل کې ترکان دي چې د امنیتي دلایلو له کبله یې د روان کال په پیل کې استرالیايي پاسپورټونه لغو شوي وو.
د ویکتوریا ایالت د پولیسو کمېشنر، ګراهام اشتون په دې اړه وايي:«موږ په کافي اندازه شواهد ترلاسه کړل چې د برید مخنیوی وکړو له همدې کبله مو درې کسان ونیول.»
پولیس وايي که د بریدونو مخنیوی نه وی شوی نو ډېره مرګ ژوبله به یې اړولې وی.
ښاغلي اشتون زیاته کړې ده:«دوی داسې ځای لټولو چې ډېره ګڼه ګوڼه په کې وي. څو ډېر شمېر کسان ووژني.»
د نیول شویو کسانو ګاونډیان وايي، دوی په سر کې عادي کسان وو، خو په وروستیو کې یې چلند بدل شوی وو.
د تورنو یو ګاونډی وايي:«موږ مخکې یو ځای لمانځه ته تلو او وروسته مو قهوه څکله، خو له دوو کلونو راهیسې دوی د باندې نه وو تللي. دوی به خپله کور کې لمونځ کولو.»
د تورنو بل ګاونډی زیاتوي:«هو ټکان مو خوړلی دی. دوی مو تلویزیون کې ولیدل او فکر مو وکړ چې آشنا ښکاري.»
ویل کېږي که پر یادو کسانو د ترهګریزو کړنو تور ثابت شي او مجرم وپېژندل شي، نو په عمري بند به یې محکوم کړي.
دوه اوونۍ مخکې یوه کس چې ویل کېږي د داعش ډلې لخوا هڅول شوی وو، یو ته یې د چاقو برید په مرسته ووژلو او یو یې ټپي کړ. یاد کس د پولیسو لخوا ووژل شو.