د ایران خبري اژانس، ایرنا رپوټ ورکړی چې تهران غواړي تر راتلوونکو څو ورځو په دغه هېواد کې د تلګرام پروګرام بند کړي.
د ایرنا د رپوټ پر بنسټ، دا پرېکړه د ملي امنیت مسایلو په اړه نیول شوی دی.
د ایرانا خبري اژانس د ایران د پارلمان د یوغ غړي له قوله ویلي چې د تلګرام پر ځای به د پیغام رسونې یو کورنۍ پروګرام وکارول شي.
د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت کمېسیون او بهرني سیاست رییس علاءالدین بروجردي ویلي دي چې تلګرام په څو راتلونکو ورځو کې خپل ځای به د پیغام رسونې یوه کورني پروګرام ته ورکړي.
اسوشیټېډ پرس هم د بروجردي پر حواله لیکلي چې دا پرېکړه د دولت پر ضد لاریونو کې د تلګرام د ویجاړونکې ونډې په غبرګون کې نیول شوې.
په دغو لاریونونو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او کابو ۵ زره تنه نور نیول شوي دي.
په ایران کې کابو ۴۰ مېلیونه تنه له تلګرام څخه استفاده کوي. په ایران کې د دولت پر ضد د لاریونونو په لړ کې تلګرام د حکومت له خوا د لنډمهال لپاره بند شوی وه، خو کابو لس سلنه کسان ونه توانېدل چې د فلتر ماتوونکي له لارې تلګرام ته لاسرسی پیدا کړ.
د ایران د پارلمان یوه بل غړي هم د دې له څرګندولو سره چې تلګرام خپل ځای یوه بل کورني پروګرام ته ورکوي د ایرنا خبري اژانس ته وویل:«موږ دا وړتیا لرو چې د سروش د پیغام رسونې پروګرام چې یو ملي پروګرام دی، معرفي کړو.»