د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، ریکس ټلرسن له دندې ګوښه کړل شوی دی او پر ځای یې د امریکا د استخباراتو رئیس ګمارل شوی.
ښاغلي ټرمپ د ټلرسن د ګوښه کولو څو دقیقې وروسته وویل چې دا پرېکړه یې خپله کړې ده.
ده همداراز ښاغلي ټلرسن ته د بریاو هیله څرګنده کړې ده.
ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې ده چې له شمالي کوریا سره یې د خبرو اترو پرېکړه له ډېرو سلا مشورو وروسته کړې ده خو دا پرېکړه یې خپله په یوازې توګه کړې ده.
په همدې حال کې جینا هاسپل د سيآیاې مشرې په توګه ګمارل شوې ده.
نوموړې لومړنۍ مېرمن ده چې د امریکا متحده ایالتونو کې دې مقام ته رسيږي.