د امریکا پارلمان د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره لومړنی ګام پورته کړ.
د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره د ډموکراتانو وړاندیز شوی پرېکړه لیک له ۲۳۲ موافقو او د جمهوري غوښتونکو د ۱۹۶ مخالفو رایو سره تصویب شوه.
دغه پرېکړه لیک، د دونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره څرنګوالی روښانه کوي.
کهچېرې دغه پرېکړه لیک مخته ولاړ شي د امریکا پارلمان به رسماً د ټرمپ په وړاندې تورونه مطرحه کړي، د امریکا د مشرانو جرګه به ډونلډ ټرمپ استیضاح کړي.
پر ټرمپ تور دی چې د خپل ټاکنیز سیال جو بایډن د ګوزار لپاره پر اوکراین فشار راوړی څو د ښاغلي بایډن پر زوی د فساد تورونه وڅېړي.
ټرمپ دا تورونه ردوي او سپينه ماڼۍ هم د امریکا د پارلمان پرېکړه لیک غندي