د امریکا متحده ایالاتو نوي لوی درستیز، جنرال مارک میلي دوشنبې(د تلې په ۸مه نټه) لوړه وکړه. هغه د امریکا د شلم لوی درستیز په توګه ټاکل کېږي.
د مارک میلي د لوړې په مراسمو کې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ګډون یو شمېر امریکايي لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.
دی به په رسمي توګه د جنرال جوزف ډانفورډ پر ځای وګمارل شو.
جنرال مارک میلي چې مخکې له دې د امریکا د پوځ د ځمکنیو ځواکونو مشر وو په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې د امریکا پوځ سره یوځای شوی دی.
نوموړي د پانامې، بوسني او هرزګوینې په پوځي عملیاتو کې و د عراق او افغانستان جګړو کې هم ګډون کړی دی.
د امریکا سنا جرګې پنجشنبې(د تلې په ۴مه نېټه) د لوی درستیز په توګه د دغه څلور ستوري درلودونکي جنرال دنده تایید کړه.
امریکايي سناتورانو د ۱ مخالفې او ۸۹ موافقو رایو سره د لوی درستیز په توګه د میلي ګمارل تایید کړه.