ایراني چارواکو د یکشنبې په ورځ (د کب په ۲۵مه) ویلي چې د کرونا ویروس په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۳ تنو ژوند اخیستی دی.
چارواکي زیاتوي چې په دغه ویروس د ککړو کسانو شمېر ۱۳ زره او ۹۳۸ تنو ته سېدلی دی.
تازه شمېرې په ټوېټر کې د ایران د ولسمشر د سلاکار علي رضا وحابزاده له خوا تایید شوي دي.
چارواکو ویلي چې په ایران کې د کرونا ویروس د محدودولو لپاره، خلک باید په خپلو کورونو کې پاتې شي او له غیر اړینو سفرونو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران ځینې حکومتي چارواکي، ډاکټران، سیاستوالان او د سپاه پاسداران قومندانان په دغه ویروس اخته شوي دي.
د ایراني رسنیو د رپوټونو پربنسټ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار په ګډون اوه تنه چارواکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.