Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران په سوېل لوېدیځ کې زلزلې ۷۶ تنه ټپيان کړل

د ایران په سوېل لوېدیځ سیساک ښار کې د زلزلې په پایله کې لږ تر لږه ۷۶ کسان ټپیان شوي دي او په دغې سیمه کې ډېری ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د دغه هېواد د زلزلې د ملي مالوماتو مرکز وايي چې د دغې زلزلې ځواک ۳.۵ ریکټر وه چې پنجشنبې پر ګهیځ د سیمې پر وخت اته نیمې بجې رامنځته شوه.

د ایران رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغې زلزلې له امله د سیساک ښار په ۱۶۰ کیلومټرۍ کې د شیراز ښار ودانۍ په کلکه زیانمنې شوې دي.

د دغه هېواد یوې رسنۍ رپوټ خپور کړی چې تراوسه دغې زلزلې ۸۰ ټپيان روغتونونو ته استول شوي دي او د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

خو ایراني چارواکي وايي چې د ارزونې ډله د پېښې سیمې ته استول شوې ده.

د زلزلې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي، یوه ودانۍ چې په هغه کې کابو ۱۰ زره تنه ژوند کوي هم درز کړی دی.

د دغه هېواد چارواکي وايي چې په دغې زلزله کې، ډېری کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي. د دغې زلزلې ځواک ۳.۵ ریکټر وه چې پنجشنبې پر ګهیځ د سیمې پر وخت اته نیمې بجې رامنځته شوه.

شریک یي کړئ