د سپنې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر ټرمپ په یوې ټلېفوني اړیکه کې له خپل روسي سیال پوتین سره په ټول منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې اهمیت ته په کتو سره هوکړه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو ولسمشرانو هوکړه کړې چې د داعش، القاعدې، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې د مبارزې په کار کې واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې پراخې او نورې لارې به ولټوي.
په دغې اړیکه کې دواړو مشرانو همدارنګه دځینو نورو مسایلو په اړه هم خبرې اترو له هغې ډلې په سوریه کې د سولې او د اوکراین او شمالي کوریا په اړه مسایلو سره غږېدلي دي.
سپینې ماڼۍ په بیانیه کې لیکلي چې دواړو مشرانو په سوریه کې د کورنۍ جګړې او کړکېچ حل د ملګرو ملتونو هڅې چې د ژنو بهیر په نامه شهرت لري بللي او ټینګار یې کړی چې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا سوله، او امنیت تینګ شي.