سي ان ان نن(چهارشنبې د تلې۱۹مه) راپور ورکړی چې د سوېلي کوریا حاکم ګوند یوه استازي، ري چېول هي تېره ورځ ویلي دي، د شمالي کوریا هکرانو د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې د دې هېواد یو شمېر مهم پوځي اسناد او همداراز له امریکا سره د سوېلي کوریا پوځي تګلارې غلا کړي دي.
ده څرګنده کړې ده:«غلا شوي اسناد د شمالي کوریا او امریکا ګډه د جګړې تګ لاره وه چې بل یې هم د شمالي کوریا د مشر د پرځولو په اړه وه.»
ښاغلي چېول «سي ان ان» ته ویلي دي چې شمالي کوریا ۲۳۵ ګیګابایټ اسناد غلا کړي دي.
د سوېلي کوریا د ولسمشر ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي او څرګنده کړې یې ده چې دا محرم مالومات دي.
پنټاګون د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا د دولت یوه ویاند، کل رابرټ منینګ د سې شنبې پر ورځ ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتونه پر امنیتي پروګرامونو او له شمالي کوریا ګواښونو سره پر وړتیاو باور لري.
پخواني امریکايي پوځي، فرانکونا امریکايي رسنۍ ته ویلي دي:«که شمالي کوریا د سوېلي کوریا او امریکا عملیاتي پروګرام غلا کړی وي، نو دا به لوی ګواښ وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحد ایالاتونو تېره ورځ خپلې الوتکو ته په سوېلي کوریا کې الوتنې ورکړي دي.
په دې وروستیو کې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.