په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د طالبانو د تحریک یو مشر صوفي محمد د ازادېدو حکم صادر کړی دی.
اسوشېټډ پرس په یوه رپوټ کې چې نن سېشنبې خپور شوی لیکي چې صوفي محمد په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې له زرګونو جنګیالیو سره افغانستان ته راغلی ترڅو د امریکايي ځواکونو په وړاندې جګړه کې له طالبانو سره مرسته وکړي.
د صوفي محمد مدافع وکیل فداګل ویلي چې محکمې صوفي محمد یې د روغتیايي وضعیت له امله خوشې کړی او اداري پړاونه د اجرا په حال کې دي.
صوفي محمد چې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر ملا فضل الله خسر هم دی له ۲۰۰۹ زیږدیز کال راهیسې بندي وه.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پاکستان یې د ترهګرۍ په وړاندې په بې پامۍ تورن وي، هغه څه چې پاکستان هغه ردوي.
تېره اوونۍ ټرمپ په خپل ټوېټر کې لیکلي وو:«امریکې په تېرو پنځلسو کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته څه باندې ۳۳ مېلیارده ډالر ورکړي دي او د هغه په مقابل کې له دروغ، دوکې څخه پرته هېڅ څه نه دي ترلاسه کړي.»
په واشنګټن کې د پاکستان سفیر عزیز احمد چودري، د ټرمپ اداره د ترهکرۍ په وړاندې د مبارزې په لړ کې د پاکستان قربانۍ د پام په نه نیولو تورن وي.
چودري اسو شیټډ پرس ته ویلي چې دا ادعاګانې عادلانه نه دي.
هغه وویل چې پاکستان په خپله د ترهګریزو بریدونو قرباني دی، او زیاتوي دا هېواد څه ډول کولای شي په خپله خاوره کې د جنګیالیو حضور وزغمي.
د صوفي محمد ازادېدل، هغه کس چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د امریکا پر ضد یې د جهاد فتوا صادره کړه کولای شي د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې لا ترینګلې کړي.