د فسطین د غزي پر تړانګه د اسراییلو د بریدونو په پایله کې د یوې کورنۍ اته تنه غړو وژل کېدل، له بېلابېلو نیوکو سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو سازمان، پر فلسطیني مُلکیانو د اسراییل بریدونه د منلو نه دي او دا پېښه یوه غمیزه ګڼي.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند فرهان حق په دې اړه وویل:«پر غزه او نورو ځایونو کې پر مُلکیانو بریدونه د توجیهې وکړ نه دي. ځانګړی همغږۍ کوونکی، د صواریخ کورنۍ ته خپل د خواشینۍ مراتب وړاندې کوي او هیله لري چې ټپيان ژر تر ژره روغ شي. هغه له اسراییلو غواړي چې له ځنډ پرته په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړي.»
فلسطینیان د غزي په تړانګه کې، شپه مهال د اسراییلو په وړاندې په لاریون لاس پورې کړ. هغوی غواړي چې د دغې کورنۍ او د د اسلامي جهاد ډلې قومندان «ابوسلیم» چې په «ابو عطا» مشهور دی غچ له اسراییلو واخیستل شي.
یو له فلسطیني لاریون والو محمد ماهاني وايي:«موږ د ابو سلیم مرګ نه هېر وو. د اسراییلو په وړاندې د ځواکمن ځواب غوښتونکي یوو او غواړم چې پر تل ابیب او سدروت توغندي وتوغل شي.»
ځينو فلسطیني وګړو د جمعې په ورځ د اردون سیند لویدیځې برخې د بیتاللحم ښار کې هم له اسراییلي سرتېرو سره ونښتل.
د فلسطین او اسراییلو ترمنځ په وروستیو نښو کې، ۳۴ فلسطینیان د درې ښځو او اتو ماشومانو په ګډون وژل شوي.
د فلسطین توغندويي بریدونو هم د اسراییلو ځينې برخې فلج کړي دي.