په کشمیر کې د هند او پاکستان اخري استوکنیزې سیمې، د جمعې په ورځ د پاکستاني ځواکونو د ډزو شاهدې وې. د سیمې اوسېدوکي وايي چې د دغو ډزو له امله د هغوی د ژوند چارې په ټپه درېدلي دي.
هغوی وايي چې تېره ورځ کلی یې د پاکستاني ځواکونو د ډزو شاهد وه.
دغه هندي وګړي وايي چې د جمعې ورځې نېږدې غرمه وه، دا ډزې پیل شوې او هندي ځواکونه اړ شول هغوی ته ځواب ورکړي.
د سیمې اوسېدونکی بي راتور په دې اړه وویل:«نېږدې ۱۲:۳۰ بجې ډزې پیل شوې. د شاهپور، کریني، کاسبا او اسلام اباد په برخو کې ډزې دوام لري؛ خو په نورو برخو کې هم خلک وېرېدلي وو. ټول په خپلو کورونو کې دي.»
د سیمې اوسېدونکی محمد او زیاتوي:«خلک وېرېدلي دي. د هند ځواکونه هغوی ته ځواب ورکوي، خو د پاکستان له خوا تراوسه هم ډزې دوام لري.»
دغو نښتو مرګ ژوبله نه ده لرلې، خو د دغو سیمو د خلکو د ژوند ورځنۍ چارې په ټپه درلولې دي.
کهڅه هم هند او پاکستان په ۲۰۰۳ زیږدز کال کې د اوربند یوه هوکړه لاسلیک کړه، خو له هغې وروسته په کشمیر کې په ځلونه سره ښکېل شوي دي. دواړه هېوادونه، کشمیر د خپلې خاورې برخه بولي.