Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱ زرو مثبتو پېښو ثبت

د هند روغتیايي چارواکي شنبې(د غبرګولي په ۲۴مه نېټه) په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د ۱۱ زره ۴۵۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

له تازه ثبت شویو پېښو سره یاد هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۳۰۰ زرو واوښت.

اوسمهال هند نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت په پلوه څلورم هېواد دی. امریکا د دوو میلیونو اخته کسانو سره لومړی ځای لري، برازیل او روسیه هم برازیل هم دوهم او دریم ځای لري.

تر اوسه هند کې ۱۴۷ زره کسان روغ شوي او ۸۸۸۴ نور هم مړه شوي دي.

همداراز برازیل کې د کرونا ویروس پېښې له ۸۵۰ زرو ډېرې شوې دي. د برازیل د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۱زره او ۷۰۴ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی دی.

دغه هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۲زره او ۷۲۰ کسانو ته ورسید.

اوس مهال نړۍ کې په کرونا ویروس له اوو میلیونو ۷۸۴ زرو ډېر کسان اخته دي او له ۴۳۰ زرو ډېر مړه شوي دي.

دا لومړی خل دی چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبتیږي

شریک یي کړئ