د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي چې پر ایران د څار په موخه به عراق کې یو شمېر امریکايي سرتېري وساتي.
ده زیاته کړې چې هېواد یې پر ایران د برید هوډ نلري، خو باید چې ایران یې تر نظر لاندې ووسي.
ټرمپ ایران یوه ستونزه بولي.
د نوموړي په خبره امریکا کولی شي چې له عراق نه پر ټول منځني ختیځ څارنه وکړي.
په همدې حال کې د عراق لومړی وزیر وايي چې امریکا د بغداد له خاورې د ایران د څار په موخه له دوی نه اجازه نه ده اخیستي او باید چې عراق کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره له دوی سره مشوره وکړي.
امریکا اوس مهال په عراق کې کابو ۵زره او دوه سوه سرتېري لري چې ډېر شمېر یې د عراق شمال په الاسد سیمه کې ځای پر ځای دي.