د کوزنیو معترضو پښتنو مشر منظور پشتین وايي، تر څو چې له خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ټول تریتم شوي او د پوځ لخوا نیول شوي پښتانه کورونو ته نه وي ستانه شوي، تر هغې به یې اعتراضونه روان وي.
نوموړي له الجزیره ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، دوی به د خپلو ستونزو د دایمي حل لپاره خپل شکایت محکمې ته ورسوي.
د معترضو پښتنو په وینا، په تېره لسیزه کې کابو ۳۲ زره پښتانه په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لخوا تښتول شوي او دغه پښتانه نا څرګند برخلیک لري.
لسګونه زره کوزني پښتانه له دوی سره د پاکستان د حکومت لخوا د دوه ګوني چلند او زور زیاتي پرضد په پېښور کې راغونډ شوي دي.
د دغو معترضو پښتنو مشر منظور احمد پشتین له الجزیره ټلویزیون سره په خبرو کې وايي، له دې مخکې به چې چا هم د طالبانو او پاکستان د پوځ په اړه خبره کوله، وژل کېده، خو د منظور په وینا دا لړۍ باید نوره ختمه شي.
دی وایي، فکر يې نه کوه چې دغه لاریون به د لسګونه زره کسانو پام راواړوي. ښاغلی پشتین په دغه لاریون کې په سولهییز اعتراض ټینګار کوي.
ښاغلي پښتین په دې اړه وویل:«کله چې ما دا حرکت پیل کړ، زه کور په کور تللم ترڅو خلکو ته د نابرابرۍ او هغه ظلم په اړه چې په سیمه کې جریان لري څه ووایم.»
د دغو لاریونوالو یوه غوښتنه د پاکستاني پوځ لهخوا د تښتول شویو پښتنو ازادېدل دي چې لا هم د پوځ او استخباراتو په بندخونو کې پراته دي.
په پېښور کې د پښتنو پراخې غونډې ته د تښتول شویو کسانو کورنیو هم وینا وکړه.
پاکستان کې پښتانه اعتراض کوونکي وايي، د اپریل په ۲۷مه نېټه به په اسلام اباد کې لویه اعتراضیه غونډه جوړه کړي او خپلو غوښتنو ته تر رسېدو پورې به هملته پاتې شي.