Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوتین: ایران د عربستان د تیلو پر تاسیساتو برید کې ښکېل نه دی

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین وايي داسې کوم سند نشته چې د سعودي عربستان د تیلو تاسیساتو په برید کې د ایران ښکېلتیا ښکاره کړي.

پوتین زیاتوي امریکا او عربستان چې مخکې یې ایران په بریدونو تورن کړی وو، هیڅ سند په لاس کې نلري.

د روسیې ولسمشر د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د امریکا او عربستان تورونه بې اساسه بولي.

هغه وړاندې وايي:«موږ په دې اړه د ایران له ولسمشر، حسن روحاني سره خبرې کړې دي. د دوی خبره دا ده چې ایران د دې بریدونو مسوول نه دی. ایران په دې مسلې کې دخیل نه دی! یو شمېر هېوادونه چې ایران ګرم بولي، پرته له څېړنو او کوم سنده دغه هېواد ګرم بولي.»

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف وايي که سعودي عربستان دې پایلې ته ورسیږي چې نور یې امنیت نشي تامینولی، تهران به له دې مسلې هرکلی وکړي.

د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو د برید مسوولیت د یمن حوثي وسله والو پر غاړه واخیست، اما امریکا او عربستان وايي چې حوثیان د دا ډول بریدونو ځواک نلري. دوی په بریدونو کې ایران ښکېل بولي.

د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو له بې پيلوټه الوتکو کار اخیستل شوی وو.

امریکا متحده ایالاتونه او سعودي عربستان، ایران د عربستان د تیلو پر تاسیساتو د برید مسوول بولي، خو تهران دا تورونه رد کړي دي

شریک یي کړئ