Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین د کرونا له امله دخپلو مړه شویو وګړو په هکله یادغونډه جوړه کړه

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې څه باندې یو مېلیون او دوه سوه زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي، نن (شنبه د وري په ۱۶مه) په ټول چین کې د دغه ویروس د درې زره قربانیانو په هکله یادغونډه جوړه شوه.

د چین حکومت د کرونا ویروس قربانیان شهیدان وبلل؛ خو د ځينو قربانیانو کورنۍ د خپلو د خپلوانو خاورو ته د سپارو په طریقې نیوکه کوي.

چینايي چارواکي وايي، د کرونا ویروس له امله په دغه هیواد کې څه باندې ۳۳۰۰ کسان مړه شوي؛ خو دغه شمظزر ته بیا د شک په سترګه کتل کېږي.

په امریکا کې بیا سپینه ماڼۍ وايي چې، د ساري یا خپرېدونکو ناروغیو د کنټرول مرکز ټولو امریکاییانو ته لارښوونه کړې چې، له کورونو بهر او په ځانګړې توګه هغه مهال چې په ګڼې ګوڼې ځایونو کې وي له ماسکونو ګټه واخلي؛ خو د امریکا ولسمشر ویلی چې ماسک به ونه کاروي.

ډونلډ ټرمپ زیاتوي:«زه ښه یم، نه غواړم چې په خپل ښکلي دفتر کې ناست اوسم او په داسې حال کې چې له نورو ولسمشرانو، لومړي وزیرانو، ډیکټاټورانو، پاچاهانو او ملکو سره روغبړ وکړم، ماسک مې اچولی وي. دا مې خوښ نه دي؛ خو ښايي خپل نظر بدل هم کړم.»

له دې سره سم، یوه امریکايي چارواکي ویلي چې، د کرونا ویروس پر وړاندې د نړیوالو د مبارزې په بهیر کې چین باید په مېلیونونه اویغوریان او نور مسلمانان له کمپونو خوشې کړي؛ خو بیجینګ بیا د امریکا دغو خبرو ته ګوته نیولې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هوا چونیګ په دې اړه وايي:«دغه امریکایی چارواکی د شایعې خپرولو یو متخصص دی. دغه ادعا چې، چین په سنکیانګ کې د مسلمانانو په ګډون ډېر خلک د هغو د دین له امله بندیان کړي دي، یوه جوړه شوې ادعا ده.»

له بل لوري، د امریکا حکومت المان ته د ۲۰۰ زره ماسکونو له لېږده مخنیوی کړی او یاد ماسکونه یې د امریکاییانو د کارونې په موخه بېرته امریکا ته لېږدولي دي.

المان بیا د امریکا دغه کار د سمندري غلاو یوه مډرنه بڼه بللې ده. 

چینايي چارواکي وايي، د کرونا ویروس له امله په دغه هیواد کې څه باندې ۳۳۰۰ کسان مړه شوي.

شریک یي کړئ