د چین حکومت له هند څخه غواړي چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره، د چین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هندي سرتېرو له خوا د چین په ځمکنۍ بشپړتیا لاسوهنه دغه هېواد ته د منلو نه ده او هندي سرتېري باید په سرحدي برخو کې له هر ډول خوځښتي کړنو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هندي پي ټي ای خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د چین او هند سرتېري، هغه مهال له یو بل سره ونښتل چې چینايي سرتېرو هڅه کوله ترڅو د پانګونګ په سمندرګي کې د هند واکمنۍ ته ننوځي.
خو چین ټینګار کړی دی چې سرتېري یې د چین په خاوره کې وو.
په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځینو سرحدي ملکیتونو پر سر شخړې زیاتې شوې دي.