Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ته دواشنګټن دمرستو پر دوام دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو په غونډه کې په خپل لومړني حضور سره په افغانستان کې د خپل هېواد له مأموریت څخه ملاتړ کوي او وايي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو مرستې کولای شي د داعش،القاعده ترهګرو ډلو په څېر ګواښونه لیرې کړي او د سیمې د امنیت لپاره هم ګټور دی.

دغه امریکايي چارواکی له امنیتي ځواکونو سره مرسته د سیمې په ثبات کې ډېره اغېزناک بولي او وايي چې واشنګټن له دغو ځواکونو سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټلېرسن وویل:« د افغانستان سولې ته د ناټو د متحدانو او همکارانو ژمنه، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د احتمالي هوکړې موضوع شامله ده د دې سازمان د ګټو ساتونکې ده او کله چې دا موضوع بریالۍ شي نو ډاډه به شو چې افغانستان به کله هم د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه‎شي.»

 دا د ناټو په غونډه کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې لومړی دریځ دی،او ملي دفاع وزارت له دغه دریځه هرکلی کوي او وايي چې له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د ملاتړ دوام د ترهګرپه وړاندې په جګړه کې د بریا په مانا دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه څرګنده کړه:«موږ وکړای شو چې د ۲۰ ترهګرو ډلو په وړاندې د جګړې په ډګر کې بریالي شو،نو له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته په افغانستان کې د جګړې د ژر بریا ته د رسېدو په مانا دي.»

یو شمېر کارپوهان له افغانستانه د امریکا دا ملاتړ د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې اغېزمنه بولي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ناصر موسوي هم وايي:«د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیغام کولای شي د افغانستان د خلکو او دولت لپاره یو ښه نښه وي چې امریکا ترڅنګ لري.»

ناټو به تر ۲۰۲۰ کاله افغان امنیتي ځواکونه تمویل کړي، دا پرېکړه د ناټو د مشرانو لخوا د وارسا په غونډه کې شوې وه د دغو مرستو ډېره برخه د امریکامتحده ایالاتونو لخوا ورکول کېږي.

شریک یي کړئ