د پاکستاني پولیس د هندي سرتېرو په ډزو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یوه ۷۰ کلن سړي له وژلو خبر ورکوي.
د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي دوشنبې(د کب په ۲۰مه نېټه) وویل چې د هندي سرتېرو په ډزو کې یاد کس وژل شوی دی.
د پولیس یاد چارواکي ویلي دي چې وژل شوی کس یوه ورځ مخکې سیمې ته تللی وو تر څو خپله لور یوه امنې سیمې ته ولېږدوي.
له بلې خوا د هند د پوځ یو ویاند بیا پاکستاني پوځيان د ډزو په پیلولو تورنوي او وايي چې د ډزو له کبله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې څلور تنه ټپیان شوي دي.
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې هندي کشمیر کې په یوه برید کې ۴۴ هندی سرتېري ووژل شول.
د برید مسوولید د جیش محمد ډلې په غاړه واخیست.
له دې بریده وروسته د فبروري میاشتې په ۲۶مه د هند جنګي الوتکو د پاکستان په خاوره کې د جیش محمد ترهګرې ډلې پر پټنځایونو بریدونه وکړل.