یمن کې حوثي وسلهوال وايي د ملګرو ملتونو په غوښتنه توغندیز او هوايي بریدونه بندوي.
ملګري ملتونه وايي هڅه کوي چې یمن کې د سولې خبرې اترې له سره پیل کړي.
ټاکل شوې د یمني حکومت له لوري په رسمیت پېژندل شوي حوثي جنګیالي او د دوی مقابل اړخ به د روان میلادي کال تر پایه سویډن کې له یو بل سره وګوري.
له شاوخوا درې کاله خونړۍ جګړې وروسته، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف هم ويلي چې حدیده بندر کې به عملیات ودروي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس دې هېواد کې د جګړې له امله تر اوسه ۶۶۶۰ ولسی وګړي وژل شوي او ۱۰۵۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
یمن کې د خونړیو جګړو تر اور لاندې سیمو نه زرګونه کورنۍ کډوالې شوې او میلیونونه کسان په سخت فقر اخته شوي دي.