د لغمان د والي، رحمت الله یارمل په موټریز کاروان نن له غرمې مخکې(دوشنبې د تلې په ۱۴مه نېټه) چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې سهار کابو لس بجې د لغمان سلطان غازي بابا ښارګوټي درې لارې کې پر والي د موټر بم په ترڅ کې د والي څلورو ساتونکو او څلورو ملکي کسانو ژوند بایللی دی.
یاد وزارت زیاتوي چې د والي دوه ساتونکو په ګډون کابو ۴۰ تنه ملکي کسان پېښه کې ټپیان شوي دي چې په کې ماشومان هم شامل دي.
همداراز د لغمان د والي ویاند، اسدالله دولتزی څرګندوي چې پېښه کې ښاغلي یارمل ته زیان نه دی اوښتی.
دی هم د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کوي، خو زیاتوي چې تر اوسه یې کره شمېر نه دی څرګند.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په همدې حال کې د لغمان د پوهنې ریاست وايي چې د ښاري معارف امریت اړوند د دوو ښوونځیو ښېښې ماتې شوې او څلور تنه زده کوونکي ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هېواد کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې زیاتې شوې دي چې ډېرۍ مرګ ژوبله یې ملکي کسانو ته اوښتې ده.
د شنبې په ورځ ننګرهار کې د موټربم چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۴۰ نور ټپیان شول.