Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له باجوه سره د خلیلزاد لیدنه؛ مخکنۍ تېروتنې باید تکرار نشي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، سکاټ مېلر د پاکستان د له لوی درستیز، جنرال قمر باجوه سره د افغان سولې پر بهیر خبرې وکړې.

دغو چارواکو تېره ورځ(پنجشنبې د تلې په ۱۷مه نېټه) سره لیدلي او د سولې ترڅنګ یې پر نورو مهمو مسایلو هم خبرې کړې دي.

اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو هوکړه کړې دا چې د افغانستان سولې لپاره رامنځته شوی "تاریخي" فرصته له لاسه ورنکړل شي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دواړو لورو پر دې مسلې ټینګار کړی د تېر وخت تېروتنې باید تکرار نشي:«جنرال قمر باجوه هوکړه وکړه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره رامنځته شوی فرصت تاریخ دی. دوی همداراز هوکړه وکړه چې دا فرصته باید له لاسه ولاړ نشي... او تېرې تېروتنې باید تکرار نشي.»

په دې لیدنه کې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان سفر او له سولې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر تګلارې هم خبرې شوې دي.

لیدنه کي همداراز هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمښت هم ټینګار شوی دی او ویل شوي چې دوحه کې د سولې خبرو سره هم مهاله تاوتریخوالی هم باید کم شي.

په دې لیدنه کې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان سفر او له سولې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر تګلارې هم خبرې شوې دي

شریک یي کړئ