Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې نا امنۍ؛ بلخیان د جګړې پایته رسېدل غواړي

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د ګورتپې کلي  اوسېدونکي نن(سې شنبې د تلې په ۲۲مه نېټه) هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې تاوتریخوالی پایته ورسوي.

دوی وايي د جګړې ډېری قربانیانو ملکي کسان دي او د تېرو کلونو په ترڅ کې خلکو د کورنۍ غړي او کورونه له لاسه ورکړي دي.

د چهاربولک اوسېدونکی، محمد ابراهیم څرګندوي:«موږ خلک کار ته نه پرېږدي، زموږ فصلونه وچ شول، اوبه دښتو ته ځي، له کوره وتی نشو، که ووځو، ټک ټک وهي مو.»

د سیمې خلک وايي جګړه کې دواړه لوري له درنو وسلو کار اخلي چې ډېر وخت یې زیانونه خلکو ته اوړي، دوی زیاتوي که دا حالت دوام وکړي، لا ډېر  خلک به خپل کورونه پرېږدي.

د چهاربولک بل اوسېدونکی، نواب زیاتوي:«د ګورتېپې امنیتي پوستې خلکو ته ستونزې رامنځته کړې دي، کله چې جګړې وي بیا پر خلکو قیودات رامنځته کوي. په کروندو کې زموږ د کار ممانعت کیږي.»

مخکې له دې د بلخ، چمتال او چهاربولک کې هم خلکو اعتراضونه کړي وو او د جګړې ښکېلې غاړې یې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته په بې پامۍ تورن کړي وو.

له بلې خوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمد حنیق رضايي وویل:«افغان ځواکونو ته دقت او تفکیک شته دی، دا چې ملکي کسان زیان من نشي.»

دی زیاتوي:«دوی د طالبانو لخوا هڅول شوي دي، په لومړي قدم کې د دې احتمال شته دی چې دوی د طالبانو پلویان وي او له طالبانو سره په سنګرونو کې وي او راغلي دلته د افغان ځواکونو پر وړاندې داسې ادعاوې کوي.»

چمتال، بلخ، دولت‌آباد، شولګره، زارې، چهارکنت او چهاربولک هغه ۷ ولسوالۍ دي چې په تېرو میاشتو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهدې وې.

چمتال، بلخ، دولت‌آباد، شولګره، زارې، چهارکنت او چهاربولک هغه ۷ ولسوالۍ دي چې په تېرو میاشتو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهدې وې

Thumbnail

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د ګورتپې کلي  اوسېدونکي نن(سې شنبې د تلې په ۲۲مه نېټه) هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې تاوتریخوالی پایته ورسوي.

دوی وايي د جګړې ډېری قربانیانو ملکي کسان دي او د تېرو کلونو په ترڅ کې خلکو د کورنۍ غړي او کورونه له لاسه ورکړي دي.

د چهاربولک اوسېدونکی، محمد ابراهیم څرګندوي:«موږ خلک کار ته نه پرېږدي، زموږ فصلونه وچ شول، اوبه دښتو ته ځي، له کوره وتی نشو، که ووځو، ټک ټک وهي مو.»

د سیمې خلک وايي جګړه کې دواړه لوري له درنو وسلو کار اخلي چې ډېر وخت یې زیانونه خلکو ته اوړي، دوی زیاتوي که دا حالت دوام وکړي، لا ډېر  خلک به خپل کورونه پرېږدي.

د چهاربولک بل اوسېدونکی، نواب زیاتوي:«د ګورتېپې امنیتي پوستې خلکو ته ستونزې رامنځته کړې دي، کله چې جګړې وي بیا پر خلکو قیودات رامنځته کوي. په کروندو کې زموږ د کار ممانعت کیږي.»

مخکې له دې د بلخ، چمتال او چهاربولک کې هم خلکو اعتراضونه کړي وو او د جګړې ښکېلې غاړې یې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته په بې پامۍ تورن کړي وو.

له بلې خوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمد حنیق رضايي وویل:«افغان ځواکونو ته دقت او تفکیک شته دی، دا چې ملکي کسان زیان من نشي.»

دی زیاتوي:«دوی د طالبانو لخوا هڅول شوي دي، په لومړي قدم کې د دې احتمال شته دی چې دوی د طالبانو پلویان وي او له طالبانو سره په سنګرونو کې وي او راغلي دلته د افغان ځواکونو پر وړاندې داسې ادعاوې کوي.»

چمتال، بلخ، دولت‌آباد، شولګره، زارې، چهارکنت او چهاربولک هغه ۷ ولسوالۍ دي چې په تېرو میاشتو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهدې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه