دلغمان ولایت مرکز مهترلام ښار عصمت چوک ته څېرمه د چاودنې له کبله ۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان شول.
پېښه نن سهار(چهارشنبې د تلې په ۲۳مه نېټه) د امنیه قومندانۍ د استخباراتو د مدیر په موټر د نښلونکي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د یاد ولایت روغتیايي مسوولین وايي په ټپیان کې یو تن د پولیسو افسر هم شامل دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په همدې حال کې د هرات ولایت کشک کهنې ولسوالۍ کې د چاودنې له کبله ۵ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
سیمه ییز مسوولین وايي پېښه نن سهار (چهارشنبې د تلې په ۲۳مه ڼېټه) د سړک غاړې ماین چاودنې له شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې په چاودنه کې ۱۳ تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.