Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو برید کې د کمال خان بند شپږ تنه ساتونکي وژل شوي

په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند شپږ تنه ساتونکي د دولت د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د اوبو د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک وايي چې طالبانو په دغه برید کې چې تېر ماښام شوی د دغه بند دوه ساتونکي ټپيان شوي هم دي.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې پر ماښام هم طالبانو د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر یوه مرکز له برید سره ۲۰ سرتېري وژلي دي.

په تېره یوه شپه او ورځ کې په ۲۴ ولایتونو کې بریدونه

هېواد کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هم مهاله، ملي دفاع وزارت وايي چې طالبانو په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې په ۲۴ ولایتونو کې بریدونه او د امنیت ضد خوځښتونه لرلي دي.

له دې ډلې تخار، هلمند، ارزګان، کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونه د طالبانو د یرغلي بریدونو شاهد وو.

د  ننګرهار، لغمان، کاپیسا، نورستان، پروان، کابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګر، وردګ، کندهار، زابل، هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، هلمند، کندوز، بدخشان، بغلان او تخار ولایتونه هم د طالبانو د بریدونو شاهد وو.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په دې اړه څرګندوي:«د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د متقابلو بریدونو په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»
ورته مهال، پر لښکرګاه ښار د طالبانو بریدونه خپلې درېیمې اوونۍ ته رسېدلي دي.

پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې تېره ورځ په کندهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر مهال د رومانیايي ځواکونو یو موټر د سړک غاړې ته ځای پر خای شوي ماین برابر او چاودنه یې وکړه او د دغو ځواکونو یوازې دوه تنه ټپيان شوي دي.

دا لومړي ځل دی چې د امریکا او طالبو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د بهرنیو ځاوکونه دوه سرتېري په افغانستان کې ټپي کړېږي.
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې په داسې حال کې جګړې او تاوتریخوالی دوام لري چې طالبانو سږکال خپل دوبني عملیات اعلان نه کړل.

بلخو په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د مذاکرې له پیله څه باندې یوه میاشت کېږي، خو خلک دا تمه لري چې دواړه لوري د افغانستان د وګړو ژوند په پام کې ونیسي او ژر تر ژره د تاوتریخوالي کموالی بریالیتوب ته ورسېږي. 

شریک یي کړئ