ملي دفاع وزارت له وسله والو طالبانو د هلمند نادعلي او ناوه ولسوالیو د ځینو برخو له پاکولو خبر ورکوي.
یاد وزارت نن(چهارشنبې د لړم په ۷مه نېټه) د ناوې او نادعلي ولسوالیو زیاتو سیمو کې چاڼیز عملیات شوي او طالبان ترې شړل شوي دي.
دفاع وزارت وایي، طالبانو نیولو سیمو د بېرته کنټرولولو عملیاتو په دوام د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیز سیمه او ناوې ولسوالۍ ته غځېدلې لار کې یې لس کلي د طالبانو له موجودیت ختم کړل.
دفاع وزارت وایي، عملیاتو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه طالبانو ته مرګژوبله اوښتې.
د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو وویل چې د نسکورو شویو برخو بیا نیولو په موخه تازه دمي ځواکونه لښکرګاه ښار ته رسېدلي دي.