میدان ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون مخې ته چاودنه کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د میدان وردګو امنیه قومندان الله داد فدايي ویلي، پیښه تېر ماښام (دوشنبې د لړم په ۱۹مه نېټه) د یوه خصوصي پوهنتون دېوال شاته د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله را منځته شوې ده.
په ورته وخت کې د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی، شریف الله هوتک وايي د حزب اسلامي د یو قومندان غیاث په ګډون چې په بلال مشهور وو درې کسان وژل شوي دي.
تر دې مهاله د برید پړه چا نه ده منلې.