د هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبنې د لړم په ۲۴مه) اعلان وکړ چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په روانه اوونۍ کې کابل ته راځي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي چې په دغه سفر کې د افغان سولې د مذاکراتو، د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په هکله بحث او د نظر ادلون او بدلون وشي.
هغه وویل چې د ښاغلي خان دغه سفر، له ولسمشر غني سره د تېرې میاشتې د ټلېفوني خبرو اترو په پایله کې کېږي.
ولسمشر غني د تېر کال په چنګاښ میاشت کې پاکستان ته ولاړ او له عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره ولیدل او خبرې اترې وکړې.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د جمعې په ورځ هرات کې په یوې غونډه کې وویل چې د سولې خبرو اترو کې تراوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی او نه دي توانېدي چې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.