Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران: د امریکايي ځواکونو نامسووله وتل له افغانستان سره خیانت دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اسیا د برخې عمومي مدیر رسول موسوي وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو نامسووله وتل، د دغه هېواد له ملي ګټو سره خیانت دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدېځې آسیا د برخې عمومي مدیر رسول موسوي ددغه هېواد له اعتماد ورځپاڼې سره په مرکه کې وایي چې د امریکا موخه په افغانستان کې د رژيم بدلون دی او له همدې امله ټینګار کوي چې امریکا باید له افغانستانه خپل ځواکونه په مسوولانه توګه وباسي.

دغه ایرانی ډیپلوماټ ټينګار کوي چې له طالبانو سره خبرې اترې یوه اړتیا ده؛ خو تهران د اسلامي امارت په وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت جوړښت څخه ملاتړ کوي. د هغه په وینا تهران په مرزي برخو کې له طالبانو سره امنیتي همکارۍ لري.

ښاغلي موسوي په دې مرکه کې ویلي دي چې په مسوولانه توګه د وتلو موخه دا ده چې:«امریکا باید پر خپل مسوولیت عمل وکړي نه دا چې یو هېواد شل کاله اشغال کړي او نه یوازې هغه بېلابېلې ادارې چې ټاکل شوې وه رامنځته یې کړي، جوړې نه کړي، بلکه ټولې هغه د هغه دولت اپوزسیون ته هم تسلیم کړي؛ دا نه یوازې چې مسوولانه وتل نه دي بلکې د یوه هېواد له ملي ګټو سره خیانت دی.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی رحمت الله بیژنپور وویل:«که چېرې امریکایان له افغانستانه بهر شي، په بل هېڅ هېواد کې به د امریکا حضور د یوه ملګري په توګه د مانا وړ نه وي.»

تر دې وړاندې د روسیې او پاکستان هېوادونه هم چې داسې ښکارېدل په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالفان وي؛ هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د نامسوولانه وتلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

د غور والي نورمحمد کوهنورد څرګندوي:«په هغه صورت کې چې طالبان سوله ونه کړي، د افغانستان دولتي ځواکونه ددې وس لري چې طالبان په هره جبهه کې له ماتې سره مخ کړي.»

په افغانستان کې درنې جګړې روانې دي او د حکومت له لوري د بهرنیو ترهګرو حضور هم تایید شوی دی؛ داسې چې حکومت په تېرو پنځلسو ورځو کې په غزني کې د القاعده شبکې د جګپوړي غړي او دغه راز په فاریاب کې د ازبیکستان د اسلامي غورځنګ د مشر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د لغمان پخوانی والي آصف ننګ هم وویل:«تشې شته. جګړه موجوده ده. شخړه له لومړۍ دورې هم شدیده او خطرناکه شوې ده؛ هم د افغانستان او هم د نړۍ لپاره.»

رسول موسوي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د احتمالي بریدونو په تړاو وایي چې تهران د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې له طالبانو سره امنیتي همکاري لري.

دا ایرانی سیاستوال وايي چې له هغه بهیر سره چې زلمي خلیل زاد مخته بیولی دی، مخالف دی که په دې بهیر کې اصلاحات رامنځته شي، تهران همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدېځې آسیا د برخې عمومي مدیر وایي چې د امریکا موخه په افغانستان کې د رژيم بدلون دی.

شریک یي کړئ