بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې پلخمري ښار کې د پولیسو پر پوستې د طالبانو برید پایله کې درېیو سرتېرو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان دي.
سرچینه وايي چې طالبانو تېره شپه(پنجشنبې د لړم په ۲۹مه نېټه) د پلخمري ښار دروازه کې پر پوستې برید کړی او په وژل شویو کې د پولیسو یو قومندان هم شامل دی.
د سرچینې په حواله طالبانو وروسته له بریده د پوستې ټول تجهیزات له ځانه سره وړي دي.
په همدې حال کې د بغلان امنیه قومندان، ویس صمیمي پېښه کې د دوو سرتېرو ژوند بایلل تاییدوي او زیاتوي چې نښته کې ۵ طالبان وژل شوي.
ښاغلی صمیمي زیاتوي چې پوسته د افغان ځواکونو په واک کې ده او ترې تجهیزات نه دي وړل شوي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.