Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صدیقي: د سولې خبرو بندون نه دی مات شوی

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي چې جنیوا ناسته کې نړیوالې ټولنې په یوه خوله د طالبانو لخوا تاتریخوالی محکوم کړ او هېواد کې یې د جګړې پر پایته رسولو ټینګار وکړ.

نوموړي چې نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۵مه نېټه) د جنیوا کنفرانس په تړاو خبرې کولې زیاته کړه چې د سولې خبرو کې هېڅ پرمختګ نه شوی ځکه د طالبانو غوښتنې د اساسي قانون خلاف دي:«د سولې خبرو کې بندون نه دی مات شوی، ځکه طالبان پر هغو مسایلو ټينګار کوي چې هغه د خلکو د غوښتنو خلاف دي او موږ یې واک نلرو.»

د ده په وینا، تېره ورځ نړیواله ټولنه په یوه غږ د افغانستان له ټولنې سره ودرېده.

صدیقي همداراز زیاته کړه:«زموږ ټینګار د تاوتریخوالي پر کمښت دی او هېڅوک تاوتریخوالی نه غواړي. موږ ۵ زره بندیان د تاوتریخوالي کمښت او د سولې خبرو پرمختګ په موخه ازاد کړل، خو دواړه موخې نه دي عملي شوي.»

هغه وویل چې طالبان نه افغاني او نه هم نړیوال مشروعیت لري، که یاده ډله اوربند په تړاو د افغان حکومت غوښتنو ته پام نه کوي، نو د نړیوالې ټولنې غوښتنې دي په پام کې ونیسي.

د ولسمشر ویاند هیله څرګندوي چې طالبان هوښیار شي او د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي:«خلک د تاوتریخوالي کمښت په تمه وو، خو له بده مرغه چې جګړه دوام لري.»

صدیقي وايي چې افغان حکومت پرون، نن او سبا به هم د سولې لپاره چمتو وي، خو د جګړې دوام د طالبانو د جګړه غوښتنې موخې پایله ده.

شریک یي کړئ