Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اسټرالیايي سرتېرو د جنایت په هکله د شخړو زیاتوالی

په افغانستان کې د اسټرالیايي سرتېرو د جنایت پر سر د اسټرالیا او چین ترمنځ د شخړو له زیاتوالي وروسته، نیوزیلنډ له اسټرالیا خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
 
د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د ټویټ پرسر د اسټرالیا او چین تر منځ ترینګلتیاوې نیوزیلنډ ته رسېدلي دي.

د نیو زیلنډ لومړۍ وزیره وایي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د هغه جعلي عکس د ټویټ په تړاویې چې په وینو ککړې چړې سره یو افغان ماشوم ګواښي؛ خپله اندېښنه د بیجنګ له چارواکو سره شريکه کړې ده.
  
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیره جاسینډا آرډرن وايي:«ما د هغه څه په تړاو چې د ټوېټر په عکس کې و، وروستي بحثونه ولیدل چې د هغو په تړاو مو ډېر توضیحات لیدلي دي. د دغه تصویر د کارولو په تړاو مو خپله اندېښنه په مستقیمه توګه د چین چارواکو ته رسولې ده. دا زموږ لپاره یو غیر واقعي او البته اندېښمنوونکی پوست و.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند تر هغه وروسته دا ټویټ وکړ چې د اسټرالیا پوځ ومنله چې په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ کاله د ۳۹ مُلکيان او افغان بندیانو په وژلو کې لاس لرلی دی.

د چین د بهرنیو چارو  وزارت ویانده هوا چون اینګ په ډاګه کوي:«اسټرالیايي لوري زما د همکار شخصي ټویټ ته د اسټرالیايي سرتېرو له خوا د بې ګناه افغانانانو د وژلو د توجیې کولو په موخه سخت غبرګون وښود. خو آیا د دغه راز بې رحمانه جنایت غندل منطقي نه دي؟ د افغانستان د خلکو ژوند هم مهم دی. د اسټرالیا دولت باید په ژوره توګه فکر وکړي او د دې کار عاملان محاکمه کړي. د افغانستان له خلکو رسمي بښتنه وغواړي او له نړیوالې ټولنې جدي ژمنه واخلي چې بیا به هېڅکله دغه راز وحشتناک جنایت نه کوي.» 

خو د اسټرالیا حکومت وایي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه جعلي عکس سره نړیوالو ته د اسټرالیا د پوځ ناوړه انځور وړاندې کړی دی.

 اسټرالیا او چین د سوداګریزې راکړې ورکړې او په اسټرالیا کې د امریکا د پوځي حضور په برخه کې له پخوا راهیسې اختلافونه لري.

اوس مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنګي جرمونو موضوع ورته د یو بل د تورنولو لپاره ښه پلمه ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه