Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکایی څېړونکی: ټرمپ د افغانستان وضعیت لا پسې خرابوي

د متحده ایالاتو د اتلانټیک شورا یوه څېړونکي «جیم ګولبي» د ډونالډ ټرمپ ناڅرګند سیاستونه د طالبانو د زړورکېدو او د افغان حکومت د کمزورېدو لامل ګڼي.

دغه څېړونکی وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله د زلمي خلیل زاد د ډاډ سربېر، دا چې د دغو ځواکونو وتل به مشروط وي. طالبانو بیا هم د پنټاګون او ناټو د مشرانو له تمي خلاف هڅې کړې دي.
 
د نوموړي په وینا ټرمپ او مایک پامپیو پر ولسمشر غني فشار راوړی چې طالبانو ته غیر ضروري امتیازونه ورکړي، خو دې کار تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

«ټرمپ په افغانستان کې وضعیت لاپسې خرابوي» دا د امریکا د اتلانتیک شورا د څېړونکي جیم ګولبي د مقالې سرلیک دی.

هغه پر دې باور دی چې د ټرمپ مانورو دغه راز ولسمشر غني هم کمزوری کړی دی او په داسې حال کې چې واشنګټن له طالبانو سره مذاکره وکړه. ټرمپ او مایک پمپیو پر ولسمشر غني فشار راوست چې طالبانو ته نا اړین امتیازونه ورکړي؛ خو په مقابل کې یې هېڅ څه ترلاسه نه کړل.

ښاغلی جیم ګولبي وايي:«د ولسمشر ټرمپ مانورو دغه راز  ولسمشرغني کمزوری کړی دی، په داسې حال کې چې طالبان د یوې معتبرې قانوني مذاکرې شریک بولي. ټرمپ او مایک پامپیو د کورنیو سیاسي اختلافونو په حل کولو کې له ولسمشر غني سره د مرستې پرځای هغه تر فشار لاندې ونیوه؛ چې طالبانو ته نا اړین امتیازونه ورکړي. خو په بدل کې یې هېڅ تر لاسه نه کړل.»

نوموړی وایي چې ډونلډ ټرمپ له کله چې ولسمشر شو؛ په دې تړاو چې امریکا متحده ایالتونه به په افغانستان کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي؛ یا په دغه هېواد کې به اوږده جګړه پای ته ورسوي؛ پر خپلې پرېکړې سم عمل ونه کړ.

د دغه څېړونکي په نظر، د همدې میاشتې تر پنځلسمې پورې د ۲۵۰۰ د امریکایي سرتېرو د کمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ پرېکړه به د ترهګرۍ ضد او له افغان ځواکونو سره د مرستې، په ماموریتونو کې دا ځواکونه له نوور خطرونو او ننګونو سره مخ کړي.

خو د جیم ګولبي په وینا، ټرمپ هغه مهال د پوځي جنرالانو له چلنده ستړی شو چې د جګړې د پای ته رسولو کلي یې خلیل زاد ته ورکړه.
 
د امریکا د اتلانتیک شورا څېړونکی جیم ګولبي څرګنده کړه:«د ناټو متحدانو ته په دې تړاو چې د ځواکونو وتل له شرایطو سره تړلي دي، د خلیل زاد د بیا بیا ډاډ ورکولو پر خلاف؛ طالبانو کله هم د پنټاګون او د ناټو د پوځ د مشرانو له تمې سره سم عمل نه دی کړی. په وروستیو میاشتو کې یې زیاتېدونکې مرګ ژوبه اړولې او د سرتېرو له وتلو سره سره؛ بین الافغاني مذاکرات درېدلي پاتې دي او طالبانو لاهم له القاعدې سره د اړیکو له پرې کولو ډډه کړې ده.»
 
بل خوا د ناټو سرمنشي یوځل بیا ټينګار کړی دی چې ناټو د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم وايي:«امریکا متحده ایالتونه په دې وروستیو کې پرېکړه کړې ده چې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي. خو د ناټو روزنیز ماموریت د نورو هېوادونو له نیمایي ځواکونو سره دوام لري. هېڅ څوک نه غواړي په افغانستان کې د اړتیا تر وخته ډېر پاتې شي.»

ینس سټولټنبرګ وایي چې د افغانستان وضعیت دا سازمان، د دوه لارې پر سر درولی دی:«په راتلونکو میاشتو کې به موږ د خپلو ځواکونو د حضور ارزولو ته په افغانستان کې د شته شرایطو له مخې دوام ورکړو. موږ له یوې سختې ستونزې سره مخ یوو. آیا هغه ځای پرېږدو او دا کار دا خطر لري چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو لپاره په امن پټن ځای بدل شي. یا هلته پاتې شو او د اوږده ماموریت خطر ومنو.»

سره له دې چې د امریکا ولسمشر تر راتلونکو دوو میاشتو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمېدو او وتلو خبر ورکړی دی. خو ناټو او د جرمني او فرانسې په څېر ډېری اروپايي هېوادونو په افغانسان کې د بهرنیو ځواکونو له کمېدو سره خپل مخالفت ښودلی دی.
  
شریک یي کړئ