د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو برید کې یوه پولیس ژوند بایلود.
امنیتي مسوولیت وايي چې پېښه نن سهار(سې شنبې د لیندۍ په ۲۵مه نېټه) شوې او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا دغه برید د بګرامیو ولسوالۍ بت خاک کلي کې شوې.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.