افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي د افغان سولې بهیر باید پرته له ځنډه، د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جنورۍ په پنځمه بېرته پیل شي.
خلیلزاد پر ټویټر لیکلي، افغانستان کې د جګړې دوام ته اندېښمن دی.
خلیلزاد لیکلي یوې سیاسي حل لارې، د جګړې کمولو او اوربند ته اړتیا ده.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوو تازه خپلو کې سلا کړې چې د مذاکراتو د اجنډا د موضوعګانو پر سر مشورو لپاره د جنورۍ تر پنځمې دمه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي په خپلو ناستو کې ۲۳ ورځنۍ دمه د دغو خبرو د لومړي پړاو پای بولي.
د دواړو خواو پلاوي وايي، دغه وقفه د سولې خبرو د اجنډا په اړه د ډېر بحث لپاره اخیستل شوې ده.
له بل لوري، افغان حکومت په افغانستان کې د موقت حکومت هر ډول طرحه ردوي.
همداراز د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي ویلي وو چې د سولې مذاکرې دویم پړاو د مرغومې میاشتې په ۱۶ مه نېټه پيل شي.
په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم څرګنده کړې وه چې د سولې په مذاکراتو کې ځنډ د روانې لمریزې میاشتې له ۲۴ مې نېټې پیلېږي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري هم په خپل ټوېټرپاڼه لیکي و چې په دوحه کې د مرکچي پلاويو، د سولې مذاکراتو د اجنډا په هکله خپل لومړني نوملړونه له یو بل سره شریک کړي دي.
د ښاغلي نادري په وینا، د دغو نوملړونو په هکله د دواړو لوریو ترمنځ لومړني بحثونه هم شوي دي:"له کومه ځایه چې د اجنډا موضوعګانې ډېرې مشورې ته اړتیا لري، دواړه لوریو هوکړه کړې ده چې د مذاکراتو دویم پړاو به د روان کال ۱۳۹۹ د مرغومې په ۱۶مه نېټه چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له ۵ نېټې سره سمون لري پيل شي."
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپل ټوېټر پاڼه طالبانو ته ځینې وړاندیزونه مطرحه کړي وو او له هغوی یې غوښتي وو چې د سولې مذاکراتو بل پړاو په افغانستان کې ترسره کړي.
ښاغلي محب په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي دي چې دولت د دغو خبرو اترو د ځاي په اړه کومه ملاحظه نه لري او چمتو دی د هر ځای وړاندیز چې طالبان وکړي وې مني.
هغه زیاتوي چې دننه په افغانستان کې د سولې بهیر مخته بیول نه یوازې دا چې اضافي لګښت کم وي، د افغانستان خلکو ته د دغه بهیر د مالکیت او څارنې وړتیا هم ورکوي.